د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو تبادلو نندارتون او کنفرانس د پای ته رسېدو په مناسبت


د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو تبادلو نندارتون او کنفرانس د پای ته رسېدو په مناسبت.
د سنز خفي تجارتي هولډینګ عمومي رئیس محترم فیض احمد “خفي” کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی خفي په دې باور دی چې د یوه هېواد اقتصادي وده د خصوصي سکتور او کورنیو پانګوالو له دوامداره ونډې پرته ناشونې ده.
ښاغلي خفي زیاته کړه چې ډېر ژر به دوی په مهمو او حیاتي برخو کې د پام وړ ونډې ولري.
په ورته وخت کې د هېواد وتلي شخصیت او ملي سوداګر الحاج احمدشاه “فقیري” هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی و او له خلکو او دولت سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د کلتوري عامه اړیکو مدیریت 29-5-1403 نیټه

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *