په ټوله نړۍ کې
مخکنۍ خبرې
د هلدینګ پیژندنه
د خوافی د زامنو هلدینګ تر درې لسیزو زیات فعالت د ښه نفتی موادو د توریدو په برخه کې، د تیل او ګازو د تجارت په برخه کې د یو بنسټيز غړی په توګه، پر ښه کیفیت، ایمنې او دوام باندې غور کړي دي. دا شرکت د ملی او بین المللی استانداردونو پر بنسټ د محصولاتو په وړاندې کولو او پرمختللې فناوریو ته ژمن دي ترڅو د خپل پېردونکو اړتیاوو په بشپړه توګه پوره کړي.
یاد هلدینګ د تیلو او ګازو په برخه کې د متخصص او کارپوه کارکوونکي لرونکي دي چې د نوې او مدرن پوهې، فناوری او ټکنالوژي په کارونې سره د ښه کیفیت لرونکي نفتی مواد په تورید کې بوخت او د توریدو په ټولو پړاوونو کې، د دوامداره ایمنی او چاپيریالي چمتوالې څخه پيروي کوي او هڅه کوي ترڅو د برخمنولې لوړ او د سرچینو بې ځایه کیدو راټيټ او له منځه یوسي.
دا هلدینګ د خپل ملی او بین المللی معتبرو شریکانو سره د نفتی موادو د ښه کیفیت په برخه کې، د کانونو استخراج په برخه کې، د پیسو او ارزو خدمات وړاندې کولو په برخه کې، د بین المللی لیږد رالیږد ویاړ درلودلي او توانیدلي پدې څو کلنو کې د پورته یاد شویو ښه کیفیت لرونکي محصولاتو او خدماتو په برخه کې وړاندې کړي.
ددې شرکت د چمتو شوي پروفایلو د مطالعې په موخه ستاسو د درنه حضور څخه پدې سایټ کې مننه او قدردانې کوو.
په درنښت
د خوافی د زامنو هلدینګ
محترم فیض احمد خوافی پيغام
د خوافی زامنو هلدینګ عمومی مشر
د خپل لوی خدای څخه منندوي یم چې ماته دا وس او وړتیا راکړه چې وکولای شم د یو خدمتګار په توګه د ښه کیفیت لرونکي نفتی موادو د تورید په برخه کې کلونه کلونه د خپل خلک لپاره او د هېواد په اقتصادې اړخ کې کار وکړم.
د لوي او سپیڅلې خدای په مرسته وتوانېدم چې په ډير لږ امکاناتو سره د داخلي او خارجې مرستو او ملاتړ پرته د نفتی موادو په برخه کې کار وکړم. زما بې ځنډ او پر له پسې هڅې لامل شو چې په رسمې توګه د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت لخوا په (۱۳۹۴ ه ش) او ( ۲۰۱۵م) کال کې د صادره جواز نمبر (۲۲۷۲۸) پر بنسټ د نفتی موادو توریدو فعالیت د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو او د نفتی موادو لوي تولید کوونکي شرکتونو سره د افغانستان او نړۍ د سوختی موادو د خدمات وړاندې کولو په موخه خپل کار پيل کړم.
له نیکمرغه پدې برخه کې زما او زما د ټولو همکارانو نفتی مواد او تجارت پراختیا وکړه او د افغانستان له بنادرو څخه په لوړ استندرد او ښه کیفیت لرونکي تیل د نړۍ له لویو تولید کوونکو شرکتونو او هېوادونو څخه افغانستان ته مو راوړي او په ورته وخت کې مو د نورو هېوادونو د سوختی مواد اړتیاوې هم پوره کړي.
سربېره پردې چې د بیلابیل ښه کیفیت لرونکي نفتی موادو د تورید ترڅنګ د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د افغانستان، ترکمنستان، عراق، ترکیې، متحده امارات او خلیج فارس کې په ګډون سره د تجارتې معتبر دفترونه لرونکي یو، په یاد هیوادونو کې د پیسو خدمات وړاندې کول، د معادنو استخراج، د نفتی موادو د ټسټ لابراتوار رامنځته کول او د معادنو لابراتوار ټسټ ترسره کړي او په ډیر نږدې وخت کې د لوي خداي په مرسته سره د نفتی موادو لوي استندرد پالایشګاوې، بانګدارې او هوانوردې به هم رامنځته کړي.
د ساتلو فرعي شرکتونه
ورځني خبرونه او فعالیتونه