د سوداگرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د کانونو او جیولوژي له وزیر بابر اسلاموف سره په کتنه کې د افغانستان د شمال د نفتو او گازو په کانونو کې د دغه هېواد د پانګونې غوښتنه وکړه.


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د کانونو او جیولوژي له وزیر بابر اسلاموف سره په کتنه کې د افغانستان د شمال د نفتو او ګازو په کانونو کې د دغه هېواد د پانګونې غوښتنه وکړه.
ښاغلي عزيزي دغه راز له ازبکستان څخه وغوښتل چې د غزني او هرات ولايتونو د مسو په کانونو کې پانګونه وکړي او په افغانستان کې د کانونو د پروسس فابريکې جوړې کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند بابر اسلاموف ویلي، چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د ملاتړ تړون هم لاسلیک کړي او ویې ویل، چې د افغانستان مسو په دغه هېواد کې د دوو فابریکو اړتیاوې پوره کوي.
۱۴۰۳-۴-۱۶، د افغانستان د دفترونو د فرهنګی عامه اړیکو مدیریت

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *