د مرستندویه او خیریې بنسټ
_
د خوافی زامنو مرستندویه بنسټ اړمنو ټولنو او خلکو ته د مرستې په موخه او د خلکو د ژوند ښه کیدل په کال ۱۳۹۴ جوړ شوي دي چې په لاندې ډول د هغو دندې او فعالیتونه ته اشاره کوو:
- اړمنو ته مرسته: د خوافی زامنو خیریه بنسټ یواصلې دندې د ټولنې زیان لیدلي او اړمنو خلکو ته مرسته رسول دي. دا بنسټ د اساسې اړتیاوو د تامین په موخه د خواړه، سوختی مواد او روغتیایې همکارې او نور په برخه کې مرسته کوي. همدارنګه اړمنو خلکوته روغتیایې خدماتو ته لاسرسې، ښوونه او زده کړه ددې خیریې بنسټ یو اساسې دنده دي.
- د ځوانانو او ماشومانو څخه ملاتړ: د خوافی زامنو مرستندویه بنسټ د هغو ځوانانو او ماشومانو لپاره چې د خطر سره مخ دي د هغوې د ملاتړ په خاطر ځینې پروژې او پلاوې په پام کې نیولي دي چې د مناسب تحصیل او زده کړه شرایط، روغتیایې خدمات وړاندې کول، کلتورې فرصتونه وړاندې کول، د یتیم او معلول ماشومانوڅخه ملاتړپکې شامل دي.
- د زاړه خلک څخه ملاتړ: د خوافی زامنو خیریه بنسټونه د سپین ږیرو او زاړه خلکو په ملاتړ ځینې خدمات وړاندې کوي چې صحی خدمات، مراقبتی او حمایتی خدمات پکي شامل دي.
- د کورنیو او ښځو څخه ملاتړ: د خوافی زامنو مرستندویه بنسټ د ښځو او کورنیو د پياوړي کولو او ملاتړ لپاره ځینې پروژې او پلاوې لري او وړاندي کوي چې روزنیز خدمتونه، د بحران په وخت کې د ښځو څخه ملاتړ او د کورنې لپاره د کار زمینه برابرول پکي شاملیږې.
- د معلولینو څخه ملاتړ: د خوافی زامنو خیریه بنسټ ځینی پروګرامونه د معلولو خلک په ملاتړ پلي کوي چې د معلولیت ځینې اسانیتاوې او تسهیلات چمتو کول، روغتیایې خدمات وړاندې کول، د مهارتونو زده کولو ښوونه پکي شامل دي.
- د طبیعی بحرانونو په وخت کې مرسته: د خوافی زامنو خیریه بنسټ په فعاله توګه د زلزلې، سیلونو او زیانمنو خلکو ته د طبیعې بحرانونو په وخت کې مرسته رسوي او فعالیت کوي چې دا خیریه بنسټ کولای شي د غذایی مواد په چمتو کولو کې، اوبه، لنډمهاله استوګنې، روغتیایې خدمات او د بنسټونو په ښه والې کې اغیزمن رول درلودلي دي څرنګه چې د هرات ولایت په زلزله کې تر ۵۰ میلیون افغانی زیات درمل، خواړه، خیمې، بهداشتې اړتیاوې او نور پیرلي او د هغوې په واک کې ایښي دي.
- عامه خدمات: (اطفائیه – امبولانس): د خوافی زامنو خیریه بنسټ د بېړنیو پيښو د رسیده ګي په موخه په هر حالت کې د خلکو په څنګ کې درېدلي دي چې په زیاتره وختونو کې د نفتی موادو ټانکرانو د سوزیدلو څخه د هرات – اسلام قعله پر لویه لاره کې او د سړک د غاړې له ودانیو او تاسیساتو څخه مخنیوې کړي دي.