محترم فیض احمد خوافی پيغام
د خوافی زامنو هلدینګ عمومی مشر
د خپل لوی خدای څخه منندوي یم چې ماته دا وس او وړتیا راکړه چې وکولای شم د یو خدمتګار په توګه د ښه کیفیت لرونکي نفتی موادو د تورید په برخه کې کلونه کلونه د خپل خلک لپاره او د هېواد په اقتصادې اړخ کې کار وکړم.
د لوي او سپیڅلې خدای په مرسته وتوانېدم چې په ډير لږ امکاناتو سره د داخلي او خارجې مرستو او ملاتړ پرته د نفتی موادو په برخه کې کار وکړم. زما بې ځنډ او پر له پسې هڅې لامل شو چې په رسمې توګه د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت لخوا په (۱۳۹۴ ه ش) او ( ۲۰۱۵م) کال کې د صادره جواز نمبر (۲۲۷۲۸) پر بنسټ د نفتی موادو توریدو فعالیت د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو او د نفتی موادو لوي تولید کوونکي شرکتونو سره د افغانستان او نړۍ د سوختی موادو د خدمات وړاندې کولو په موخه خپل کار پيل کړم.
له نیکمرغه پدې برخه کې زما او زما د ټولو همکارانو نفتی مواد او تجارت پراختیا وکړه او د افغانستان له بنادرو څخه په لوړ استندرد او ښه کیفیت لرونکي تیل د نړۍ له لویو تولید کوونکو شرکتونو او هېوادونو څخه افغانستان ته مو راوړي او په ورته وخت کې مو د نورو هېوادونو د سوختی مواد اړتیاوې هم پوره کړي.
سربېره پردې چې د بیلابیل ښه کیفیت لرونکي نفتی موادو د تورید ترڅنګ د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د افغانستان، ترکمنستان، عراق، ترکیې، متحده امارات او خلیج فارس کې په ګډون سره د تجارتې معتبر دفترونه لرونکي یو، په یاد هیوادونو کې د پیسو خدمات وړاندې کول، د معادنو استخراج، د نفتی موادو د ټسټ لابراتوار رامنځته کول او د معادنو لابراتوار ټسټ ترسره کړي او په ډیر نږدې وخت کې د لوي خداي په مرسته سره د نفتی موادو لوي استندرد پالایشګاوې، بانګدارې او هوانوردې به هم رامنځته کړي.
د خوشحالي ځاې دي چې په فغانستان کې او د افغانستان څخه بهر د وزګارې او بې وزلې د لږوالې او ټیټوالې په موخه د کار ډیرې زمینې رامنځته کړي چې همداوس (۲۵۰) کسان په مستقیمه توګه او تر (۱۰۰۰) کسانو زیات په غیر مستقیمه توګه له لارې معاش ترلاسه کوي.
خپل په ټولو تجارتې ژوند کې مې د ملې او بین المللي اصولو او قوانینو په پاملرنې سره د لوي ملی او نړیوال تاجرانو سره تجارتې تعاملات درلودلي او د بشر د موجودې فلسفې پر بنسټ په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه بهر د ټولنیز خدماتو په برخه کې، اړمنو او بې وزلو وګړو ته په هر کال کې تر ۱۰۰۰۰ کورنې څخه زیات د خوافې زامنو د ( خیریه مرستندویه ټولنې) له لارې مالي ملاتړ او مرستې رسولي شوي دي.
زموږ بل ویاړ دا دي چې په افغانستان کې د ورزښ د ودې او د هېواد د زامنو روغ روزنه په موخه لوي ورزښې لوبغالۍ جوړ کړي چې په هرکال کې تر ۲۰۰ زیات فوټبالیستانو څخه ملاتړ کوو چې د ډیرو مینوالان لرونکي دي.
ټول دغه ویاړینې او پرمختګونه زما او زما د رښتینو همکارانو د بې ځنډ او بې سارې هڅې، زیارګالنې او د ستونزې زغمل پایله دي او خلکو ته د خدمت کولو په موخه دا هڅې به دوام ولري.
قدرمن لوستونکي! د ګنجنو موندل د هڅې او زیار ګالنې په وسیله کیدونکي او د لاسرسې وړ دي، او په همدې ډول ستاسو له شتون څخه پدې ویبپاڼه کې منندوي یو او مننه کوو.
په درنښت
فیض احمد خوافې
د خوافې زامنو د تجارتې هلدینګ عمومې مشر