د پټرولیم صادرات او واردات
_
د خوافی د زامنو تجارتي هلدینګ په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي چې د شرکت ځینو فعالیتی عرصې ته به اشاره وکړو.
- د اومه تیلو تجارت: د خوافی زامنو تجارتی شرکتونه د اومه تیلو د تولید کوونکو او پیرېدونکو سره د واسطه ګري په شان عمل کوي چې دوي اومه تیل له تولید کوونکو منابعو څخه پیري او وروسته هغه پیرېدونکو ته په هېواد کې دننه او بهر کې لیږدوي.
- د نفتی محصولاتو تجارت: د خوافی زامنو تجارتی شرکتونه د نفتی لاسته راغلو څخه لکه، بنزین، دیزل، مازوت، ګازوییل، کورنې نفتی اړتیاوې، نفتی پلمیرونه او نور ورته محصولات معامله چې دا محصولات رانیسي او په داخلی بازار یا بهر کې پلوري.
- د طیارو او الوتکو د تیلو تجارت(TC1): د خوافی زامنو تجارتی هلدینګ د الوتکو او طیارو د تیلو په چمتو کولو کې بې سارې رول درلودلي دي او د الوتکو تیل د تولید کوونکو شرکتونو څخه رانیسي او د الوتکو شرکتونو یا هوایې ډکرونه ته وړاندې کوي.
- د نفتی مشتفاتو تجارت: د خوافی زامنو تجارتی هلدینګ نفتی مشتفات لکه د تیلو قراردادونه، د سوختو قراردادونه او نور بیلابیل راکړې او ورکړې په تیلو پورې اړوند مالی بازارونو کې په تجارت بوخت دي.
- د لجستیک خدمات: د خوافی زامنو تجارتی شرکتونه د لجستیک خدامت په وړاندې کولو سره د نفت په صنعت کې فعالیت کوي، د تیلو او نفتی محصولاتو نړیوال لېږد رالیږد، انبارداری، د نفتی موادو توزیع او خپور او د تامین ځنځیرې مدیریت.
- د مایع نفت او د مایع طبیعی کاز تجارت: خوافی زامنو تجارتی هلدینګ د مایعو نفت په تجارت کې لکه( متانول او اتانول) او طبیعی مایع ګاز لکه ( پروپان او بوتان) فعالیت کوي.
- د لوړ تناژ ترازو: د خوافی زامنو تجارتی هلدینګ د یو استندرد لوړ تناژ ترازو لرونکي دي چې د افغانستان په لویدیځ سیمو کې فعالیت لري.
- د خوافی زامنو د شرکت له لورې د ۲۱۲ شمیرې د ذخیرې ۱۲۰ ټنې استندرد دستګاوې جوړیدل چې د (رید استار) شرکت سره د شوي قرارداد پر بنسټ د بګرام نړیوال په هوایی ډګر کې د الوتکو د تیلو ذخیرې په موخه او ( رید استار) نامتو شرکت ته د یاد شوي تاسیسات او ذخیرې سپارل، چې دا کارهم ددې شرکت د تخصصی فعالیت لامل د تیلو په برخو کې شوي دي.
- د زیل تکس ZELTEX لوی امریکایی کمپنې د رسمی او اختصاصې نماینده ګی په توګه او تر ۱۰۰ زیات لابراتواری بیلابیل د تورید دستګاوې چې د هوایې ډګر او د افغانستان د ننوتو بندرونه، په افغانستان کې ټول شته بهرنې سفارتونه، د رید استار لوی شرکت او د ( سوپریم) معتبر شرکت، د نفت و ګاز محترم عمومی ریاست، د ( انسا) د نورم او استندرد خپلواک متحرم اداره، نور خصوصی ادارې د سوختو د کیفیت د کنټرول په موخه د هیواد په بندرونو او پالایشګاوې کې پلوري او سربیره پردې د هغو د کارونې د لارې سره آشنایی، د نورم او استندرد ادارې محترم انجینران، د نفتی مواد محترم ریاست د یاد موسسات او ادارات اړوند نور پرسونل تر روزنې لاندې نیولي او روزل شوي پرسونل ته، ددې شرکت د کارپوهانو له لورې سرټفکیټ ورکول شوي دي.
- د ترکمنستان بیرج (۰۵۲۷) شمیرې د غړیتوب کارټ درلودل او په هغه بیرج کې دومداره شتون.
- د نیویارک بورسونو او د پلتس PLATS نشریه غړیتوب درلودل، سنګاپور او په نړیوال بازارونو کې مشارکت او د استندرد او ښه کیفیت لرونکي نفتی مواد پیرل.