بشری منابع
د خوافی زامنو په تجارتی هلدینګ کې د انسانی منابع د پيژندګلوې په برخه کې د انسانی منابعو، د هغوې دندې او مسولیتونه بشپړ معلومات پکې شامل دي چې په لاندې ډول دي:
د خوافی د زامنو تجارتي هلدینګ د منابع بشری څانګه (HR) خدماتو مدیریت اصلی ماموریت وړاندې کول او مهم انسانی منابع د سازمان د ودې او پرمختګ لپاره په کاربوخت او فعالیت کوي.
زموږ انسانی منابع ټیم د بیابیلو متخصصینو څخه جوړ دي چې په شرکت کې د کارمندانو ملاتړ او د کار د چاپیریال ښه والې په موخه فعالیت کوي.
د خوافی د زامنو په تجارتی هلدینګ کې د انسانی منابعو څانګه بیلابیل دندي لري. ځینی مهم دندې او مسولیتونه په لاندې ډول دي:
- جذب او ګومارنې: زموږ بشری منابع ټیم د شرکت د بیلابیلو شغلی اړتیاوې څارل او ارزول ، د تکړه کارمندانو ګومارل او کارپوه مسئول دي چې پکې د ګومارنې خبرتیا چمتو کول او خپورول، د وروستې نوماندانو ټاکنه او مصاحبه او د ګومارنې د پړاوونه ترتیب شامل دي.
- ښوونه او وده: زموږ بشری منابع ټیم د کارمندانو د شایستګی او مهارتونو د پياوړتیا لپاره جوړوي او ترسره کوي. این ښوونیز پلاوې کیداې شي ښوونیز دورې، سیمنارونه او مشرتوبی برنامې شامل شي.
- د کارمندانو مدیریت: د بشری منابع څانګه د کارمندانو د اړیکو د مدیریت مسئول دي او د کار په چاپیریال کې د هغوې د اړتیاوې او ستونزې حلولو په برخه کې مرسته کوي چې د عملکرد مدیریت، د عملکرد ارزونه، د پيښو او مناسبوتو مدیریت او د دندې مشاورې شاملیږې، دا څانګه پرمخ بیایي.
- د معاشو او حقوق مدیریت: د بشری منابع څانګه د حقوق د سیسټم مدیریت او د کارکوونکو د معاش مسئول دي چې پکې د معاش او حقوق مدیریت، د کارکوونکو د ګټو محاسبات، د ټولنیز ګټو او بیمې مدیرت شاملیږې.
- د کاري اړیکو مدیریت: د بشری منابع څانګه د شرکت د نماینده ګانو او کارکوونکي ترمنځ د اړیکو مدیریت د ساتنه مسئول دي. دا مدیریت شکایاتو ته رسیده ګی، د کاری خبرو اترو اسانیتاوې، کاري اړیکو ته د اړوند مقررات او قوانینو اعمال شامل دي.
- د لارښودونو او سیاستونو ودي: د بشري منابع ټیم د خوافی د زامنو په تجارتی هلدنیګ کې د بشري منابعو لارښودونه او سیاستونه چمتو او ترسره کوي. دا د ګومارنې سیاستونه، وده او ښوونه، حقوق او معاش، د کار پريښودل او کارکوونکو ته اړوند نور موضوعات شامل دي.
- د انسانی منابع د سامانې مدیریت: د بشری منابع څانګه د انسانی منابعو نرم افزارې مدیریت او سامانې ملاتړ د مدیریت مسئول دي. دا د کارکوونکو د اطلاعاتو د مدیریت سامانې، سوب او ناسوبی، د معاشو ورکول او نور سامانې پکې شامل دي اړوند کیږې.
د خوافی د زامنو په تجارتې هلدینګ کې د انسانی منابعو اصلي موخه د ښه او مناسب چاپيریال رامنځته کول د کارکوونکي لپاره دي ترڅو وکولاي شي چې په ډير ښه عملکرد او بهره ورې سره سازماني موخو ته ورسیږې. بشري منابع تل د کارکوونکو او مدیریانو د اړتیاوو ځواب ویونکي دي او هڅه کوي ترڅو په سازمان کې دننه د همکاری او مثبت کاری کلتور دود کړي.
د بشری منابعو څانګې د دندې د ارزښت او توپيروالې په پاملرنې سره، په ( د خوافې زامنو شرکت ) کې د بشری منابع ټیم مدیران او کارکوونکو ته ګټور او مدرن خدمات په وړاندې کولو سره، د استراتژیک شریک په توګه د شرکت په بریاوو کې په کار بوخت دي.