د مرستندویه او خیریې بنسټ

_

د خوافی زامنو مرستندویه بنسټ اړمنو ټولنو او خلکو ته د مرستې په موخه او د خلکو د ژوند ښه کیدل په کال ۱۳۹۴ جوړ شوي دي چې په لاندې ډول د هغو دندې او فعالیتونه ته اشاره کوو:

  1. اړمنو ته مرسته: د خوافی زامنو خیریه بنسټ یواصلې دندې د ټولنې زیان لیدلي او اړمنو خلکو ته مرسته رسول دي. دا بنسټ د اساسې اړتیاوو د تامین په موخه د خواړه، سوختی مواد او روغتیایې همکارې او نور په برخه کې مرسته کوي. همدارنګه اړمنو خلکوته روغتیایې خدماتو ته لاسرسې، ښوونه او زده کړه ددې خیریې بنسټ یو اساسې دنده دي.
  2. د ځوانانو او ماشومانو څخه ملاتړ: د خوافی زامنو مرستندویه بنسټ د هغو ځوانانو او ماشومانو لپاره چې د خطر سره مخ دي د هغوې د ملاتړ په خاطر ځینې پروژې او پلاوې په پام کې نیولي دي چې د مناسب تحصیل او زده کړه شرایط، روغتیایې خدمات وړاندې کول، کلتورې فرصتونه وړاندې کول، د یتیم او معلول ماشومانوڅخه ملاتړپکې شامل دي.
  3. د زاړه خلک څخه ملاتړ: د خوافی زامنو خیریه بنسټونه د سپین ږیرو او زاړه خلکو په ملاتړ ځینې خدمات وړاندې کوي چې صحی خدمات، مراقبتی او حمایتی خدمات پکي شامل دي.
  4. د کورنیو او ښځو څخه ملاتړ: د خوافی زامنو مرستندویه بنسټ د ښځو او کورنیو د پياوړي کولو او ملاتړ لپاره ځینې پروژې او پلاوې لري او وړاندي کوي چې روزنیز خدمتونه، د بحران په وخت کې د ښځو څخه ملاتړ او د کورنې لپاره د کار زمینه برابرول پکي شاملیږې.
  5. د معلولینو څخه ملاتړ: د خوافی زامنو خیریه بنسټ ځینی پروګرامونه د معلولو خلک په ملاتړ پلي کوي چې د معلولیت ځینې اسانیتاوې او تسهیلات چمتو کول، روغتیایې خدمات وړاندې کول، د مهارتونو زده کولو ښوونه پکي شامل دي.
  6. د طبیعی بحرانونو په وخت کې مرسته: د خوافی زامنو خیریه بنسټ په فعاله توګه د زلزلې، سیلونو او زیانمنو خلکو ته د طبیعې بحرانونو په وخت کې مرسته رسوي او فعالیت کوي چې دا خیریه بنسټ کولای شي د غذایی مواد په چمتو کولو کې، اوبه، لنډمهاله استوګنې، روغتیایې خدمات او د بنسټونو په ښه والې کې اغیزمن رول درلودلي دي څرنګه چې د هرات ولایت په زلزله کې تر ۵۰ میلیون افغانی زیات درمل، خواړه، خیمې، بهداشتې اړتیاوې او نور پیرلي او د هغوې په واک کې ایښي دي.
  7. عامه خدمات: (اطفائیه – امبولانس): د خوافی زامنو خیریه بنسټ د بېړنیو پيښو د رسیده ګي په موخه په هر حالت کې د خلکو په څنګ کې درېدلي دي چې په زیاتره وختونو کې د نفتی موادو ټانکرانو د سوزیدلو څخه د هرات – اسلام قعله پر لویه لاره کې او د سړک د غاړې له ودانیو او تاسیساتو څخه مخنیوې کړي دي.
Khafi Charity Foundation (1)
Khafi Charity Foundation (2)
Khafi Charity Foundation (3)
Khafi Charity Foundation (4)
Khafi Charity Foundation (5)
Khafi Charity Foundation (6)
Khafi Charity Foundation (7)
Khafi Charity Foundation (8)