د خوافی سرخ پوشان ورزښي او فرهنگی لوبغالۍ
د خوافی سرخ پوشان ورزښي او فرهنګې لوبغالۍ په ۱۳۹۳ کال کې د هرات ولایت په لیګ برتر کې د سرخ پوشان په نوم جوړ شو چې د پيل څخه تر اوسه پورې په ډیر لنډ مهاله کې ډیر لوی ویاړونه او بریاوې ترلاسه کړي دي چې د هیواد په کچه د ویاړونو ډک ټیم دي او په ۱۴۰۲ کال کې د هغه د خاوندانو له خوا د خوافی زامنو د شرکت ته وسپارل شو او خپل نوم د خوافی سرخ پوشان ورزښې فرهنګی لوبغالۍ په نوم بدل کړه، چې د هغه بریاوې په لاندې ډول درپيژنو:
- په ۱۳۹۴ کال کې د هرات د غوره لیګ اتلولي
- په ۱۳۹۴ کال کې د هرات د جام حذفی اتلولي
- په ۱۳۹۴ کال کې د هرات د قهرمانو جام اتلولي
- په ۱۳۹۶ کال کې د هرات د جام سبز نړیوال تورنمنت اتلولي
- په ۱۳۹۶ کال کې د هرات د غوره لیګ اتلولي
- په ۱۳۹۷ کال کې د هرات د قهرمانو جام اتلولي
- په ۱۳۹۷ کال کې د هرات د جام حذفی اتلولي
- په ۱۳۹۷ کال کې د لویدیځ زون لوبغالو اتلولانو اتلولي
- په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان لوبغالو سیالي اتلولي
- په ۱۳۹۹ کال کې د هرات ولایت د غوره لیګ اتلولي
- په ۱۳۹۹ کال کې د لویدیځ زون اتلولانو اتلولي
- د فغانستان د اتلولانو لومړنې دورې لیګ سیالی اتلولي او آسیایې سیالیو ته د ګډون جواز ترلاسه کول
- د افغانستان په کچه د آسیا ( AFC ) فوټبال د فدرایسیون لخوا د لومړې حرفوی جواز ترلاسه کول
- په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان اتلولانو سیالی اتلولي
د خوافې سرخ پوشان فوټبال ټیم لوبغاړي او د فنی کادر غړې:
- د ټیم روزونکي یا سرمربی
- د روزونکي مرستیال
- د بدن جوړونې روزونکي
- د ټیم مدیر
- د ټیم ډاګټر
- د مطبوعاتو مسول
- چمتوالې یا تدارکات
- 24 کسان لوبغاړي
- مالی مسول
- ادارې مسول
- د څارنې یا تفتیش کمیټې
- د انضباطی کمیټې
- هیات مدیرې
د لوبغالۍ یا باشګاه آکاډمۍ:
د خوافی سرخ پوشان ورزښي ټیم په مدرن اسانیتاوو سره ډک اکاډمې لري چې تر ۱۰۰ ځوان لوبغاړي د نړیوال جواز لرونکي روزونکي د مدیریت لاندې په ورزښی، فرهنګی او دیني تعلیماتو بوخت دي.
د خوافې زامنو شرکن د ورزښي پروګرامونو اسپانسرې:
- د طوفان هریرود فوټبال ټیم اسپانسري په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ د افغانستان په غوره لیګ کې چې په ۱۳۹۷ کال کې طوفان هریرود د افغانستان غوره لیګ اتلولي وګټل.
- د طوفان هریرود ښځینو فوټبال ټیم اسپانسري په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان په غوره لیګ کې چې نوموړي ټیم د یاد غوره لیګ اتلولي وګټل.
- په هرات ولایت کې د بیلابیلو فوټبال او والبیال ټیمونو اسپانسرې.
- د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د آزادو سیالې اسپانسرې.
- د تشویق او ستاینې په موخه اتلولي ټیمونو ته د لوبغالۍ جامو ورکول
د خوافې سرخ پوشان ورزښي او فرهنګی لوبغالۍ لیدلورې:
- د بهرنې افغانانو استعداد موندنې او پرهغوي باندې پانګه اچونه.
- د افغانستان د فوټبال ورزښ د پرمختګ او ودې په موخه په خارج د تمرینې کمپ جوړول.
- د افغانستان په ځانګړې توګه د هرات ولایت ګولوانانو د تمرین لپاره د تمرینې کمپ جوړول.
- د ” بزکشی ” “چاپ انداز” ورزښ په نوم سنتې ورزښ جواز جوړول.
- د ملی او محلی په کچه د فوټبال وده او ملاتړ.
- د افغانستان فوټبال د ودې او پرمختګ په موخه د پانګه اچونې په پروژو کې ګډون.
- د هرات ولایت په کچه د ورزښي او فرهنګی مجتمع جوړول.
- د هیواد پخوانیو ورزښکارانو څخه ملاتړ، ستاینه او تقدیر.
- په هېواد کې د ” کشتی گیری ” سنتې او محلي ورزښ څخه ملاتړ.
- ددې لوبغالۍ متخصص روزونکو په وسیله د فوټبال نورو روزونکوته د روزنې پروګرامونه جوړول.